ولایتي خبرونه ( بادغیس، میدان وردګ ) د بادغیس ولایت په زندان کې د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د عقیدوي زده‌کړو ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Tue, Nov 03 2026 2:57 PM

د بادغیس ولایت زندان د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري، د یاد زندان د آمر په شتون کې د دغه زندان له ټولو ملکي او نظامي منسوبینو څخه د عقیدوي زده‌کړو تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د بادغیس زندان مسوولین وایي، دا ډول دیني او ښوونیزې برنامې د منسوبینو د دیني پوهې د لوړولو، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د هغوی د فکري او عقیدوي پوهاوي په برخه کې مهم رول لري.

د یادې ازموینې موخه د منسوبینو د دیني معلوماتو او پوهاوي د کچې لوړول، د اسلامي عقایدو په اړه د هغوی د پوهې پیاوړتیا او د دیني چارو د لا ښه ترسره کولو لپاره د هغوی چمتو کول بلل شوي دي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګو زندان ۳۰ تنه کارکوونکي له یو میاشتني اصلاحي او مسلکي روزنیز سمینار څخه فارغ شول

 

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو استادانو له خوا پیل شوی و، په کې د اصلاحي فکر، مسلکي وړتیاوو، کاري مهارتونو او د دندو د ښه ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات او روزنه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو د تنظیم اداره د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه د روزنیزو او اصلاحي برنامو ترسره کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

 

 

جمادي الاول ۲۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS