د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Oct 19 2026 9:20 AM
ثقق

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړله.

د یادې لیدنې پر مهال پلاوي د نوي بلاک د رغنیزو چارو بهیر له نږدې وڅېړه او د ساختماني چارو د پرمختګ، کیفیت او ښه تطبیق په اړه یې ارزونه وکړله او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

بلخوا، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزي" د ارزګان ولایت زندان له روغتون څخه لیدنه وکړله او د روغتیايي خدمتونو د وضعیت، د ناروغانو د درملنې او د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو بهیر یې وڅېړه.

د دې لیدنو موخه د زندانونو د ودانیزو چارو څارنه، د روغتیايي خدمتونو ارزونه او د شته ستونزو د حل او اسانتیاوو د ښه والي لپاره د اړینو اقداماتو ترسره کول دي.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره هڅه کوي چې د معیاري ودانیو او مناسبو روغتیايي خدمتونو په برابرولو سره د زندانونو وضعیت ښه او زندانیانو ته د اړینو خدمتونو وړاندې کول لا اغېزمن کړي.

 

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS