د هلمند والي د یو پلاوي په مشرۍ د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله.
د هلمند والي محترم الحاج مولوي امانالدین "منصور" چې امنیه قوماندان محترم الحاج ملا امینالله "زبیر "د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاوالدین "عاطف" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله زندان له عمومي وضعیت، حرفوي زدهکړو بهیر او بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله.
د هلمند والي د حرفوي زده کړو ټولګیو څخه هم لیدنه وکړله او زندانیان یې حرفوي او صنعتي مهارتونو زدهکړو ته وهڅول او له هغوي څخه وغوښتل یادو زدهکړو څخه په ګټې اخیستنې په راتلونکي کې ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
همداراز محترم مولوي منصور د زندان مسوولینو ته د چارو د لا ښه تنظیم او سمون په موخه لازمي لارښوونې وکړې.
جمادي الاول ۶/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
