د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال له نویو ګومارل شویو استادانو سره ناسته وکړله

news_admin
Sun, Oct 18 2026 1:42 PM
نظامی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق، په داسې حال کې چې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، مالي او بودجې رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید"،  د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او د پلان او پالېسۍ رئیس محترم عبد الفتاح "فاتح" ګډون درلود، د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست اړوند په داخلي جزوتامونو کې له نویو ګومارل شویو استادانو سره د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د زندانیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونې او بیا روزنې ریاست هڅې وستایلې او د زندانیانو د اصلاح، روزنې او فکري ودې په برخه کې یې د استادانو رول مهم وباله.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال نویو ګومارل شویو استادانو ته سپارښتنه وکړله چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال د زندانیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او د هغوی د اصلاح او سالمې روزنې لپاره خپل مسوولیتونه په پوره ژمنتیا او اخلاص ترسره کړي.

یاده ناسته د ښوونې او بیا روزنې د چارو د لا ښه تنظیم، د استادانو د مسوولیتونو د روښانتیا او د زندانیانو د ښوونیز او روزنیز بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

 

جمادي الاول ۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS