د لوګر ولایت په زندان کې لسګونه تنه ښځینه او نارینه زندانیان د قرآن کریم د حفظ او ناظرې له زده‌کړو فارغ شول

news_admin
Mon, Oct 12 2026 1:15 PM
ولایتی

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"، د یادې ادارې د مقام د دفتر رئیس قاري رحمت الله "ګلزاد"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی" اخندزاده "، د لوګر ولایت د مقام د دفتر رئیس، د محاکمو رئیسانو، د امنیت امر، د علماوو شورا رئیس او غړي، د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی و.

د زندان د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ له یادو زده کړو څخه (۲۳) تنه محبوسین د قرآن کریم حفظ، (۲۷) تنه د ناظرې او (۷) تنه ښځینه محبوسینې د قرآن کریم د ناظرې برخو کې فراغت حاصل کړ.

په دغو مراسمو کې، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح د قرآن کریم د زده کړې د حفظ او ناظرې پر اهمیت خبرې وکړې او فارغ شویو زندانیانو ته یې د مبارکۍ سربېره د زده کړې او د خپل ژوند د اصلاح په برخه کې یو لړ سپارښتنې وکړې.

نوموړي، هغوی وهڅول چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپل ورځني ژوند کې ګټه پورته او د علم او عمل له لارې د مثبت بدلون لپاره هڅې وکړي.

د مراسمو په پای کې، فارغانو ته د فراغت سندونه او ستاینلیکونه د ورکړې ترڅنګ د فضیلت پګړی ور په سر کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په اړوندو زندانونو کې د دیني او عصري زده‌کړو د بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي، څو زندانیان له زده‌کړو برخمن او د اصلاح او سالمې روزنې زمینه ورته برابره شي.

 

بل لور ته بیا، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان بېلابېلې برخې وارزولې.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي دغه زندان د بېلابیلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې د زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د حال په اړه پوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د زندان اداري، مالي، صنعتي، روغتیا او پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الثاني ۲۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS