د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو تخار ولایت ته سفر وکړ

news_admin
Sun, Oct 11 2026 9:17 AM
تخار

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د بغلان د زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي"، د تخار ولایت د زندان امر محترم مولوي قاري محمد انور "بشیر"، د کندز د زندان امنیتي مرستیال او یو شمېر ځايي مسوولينو یې هم ملتیا کوله، په پېل کې د تخار ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره نوی بلاک پرانېسته، چې موخه یې د زندانیانو لپاره د مناسبې استوګنې د اسانتیاوو برابرول او د هغوی د اوسېدو د شرایطو ښه کول دي.

همداشان، د مقام د دفتر رئیس د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

داراز، محترم قاري رحمت الله ګلزاد د یاد زندان زندانیانو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو  د بند مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.

په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د تخار ولایت د زندان لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د یاد زندان زندانیانو لپاره د ښو خدماتو په پار د مسولینو کړنې وستایلې.

 

ربیع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS