د کندوز په زندان کې څلور پراختیايي پروژې بشپړې او د یوې نوې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

news_admin
Sat, Oct 10 2026 2:29 PM
کندز

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د زندانونو چارو تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د کندوز ولایت د زندان رئیس محترم مولوي نعمت الله "سراجي"، د دې ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالمؤمن "حمید" او شمير ځايي مسوولينو هم شتون درلود، د زندان ریاست په انګړ کې د څلورو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، همدارنګه د زندان ریاست د یوې نوې یوې ‌پوړیزې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې.

په بشپړو شوو پروژو کې د یوه لوی سپټیک څاه، زندانیانو لپاره د ځانګړو تم‌ ځایونو، د ساري ناروغیو د درملنې لپاره د یوه کلینیک ودانۍ او د مجاهدینو لپاره د یوه بلاک جوړول شامل دي.

داراز، د نوموړي زندان مسوولینو وویل؛ پر یادو پروژو څه باندې (۱۲) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري ورکړل شوی دی.

نوموړو زیاته کړله، چې د زندان ریاست نوې اداري ودانۍ به په یوه پوړ کې جوړه شي، چې ۱۴ خونې او له اړینو امکاناتو سره به سمبال وي.

د هغوی په وینا، ټاکل شوې دغه ودانۍ د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

ربیع الثاني ۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS