د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هلمند ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Thu, Oct 08 2026 9:29 AM
هلمند

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" تېره ورځ هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان د رئیس محترم الحاج مولوي بهاؤالدین "عاطف" او یوشمېر مسوولینو سره یې وکتل او پر اړوندو یې مسایلو یې خبرې اترې وکړلې.

تر دې کتنې وروسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هلمند ولایت د زندان له یو شمېر محبوسینو او توقیفیانو سره ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړلې.

په ورته وخت کې، نوموړي د دې زندان له صنعتي برخو څخه لیدنه وکړله او مربوطه مسوولینو ته یې په دې برخو کې د حرفوي او مسلکي زده کړو د بهیر لا پیاوړتیا او محبوسینو ته د حبس په موده کې د بېلابېلو مسلکونو د زده کړو د زمینو لا زیاتولو سپارښتنې وکړلې او ویې ویل، زندانیان باید داسې مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي، چې له زندانه تر خلاصون وروسته وکولی شي د عاید د ترلاسه کولو او خپلو کورنیو ته د حلالې روزۍ ګټلو لپاره ترې استفاده وکړي.

په ورته وخت کې، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته په ټینګار سره وویل، چې د دې مرکز محجورینو ماشومانو ته باید د دیني او عصري زده کړو په برخه کې لا ځانګړې پاملرنه وشي او د هغوی د زده کړو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو د حجز موده یې په بې‌ځایه ضایع نه شي او د دغې مودې تر پایته رسولو وروسته د خپلې ښې راتلونکې لپاره لازم علم او مهارتونه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې، د هلمند ولایت د زندان رئیس محترم الحاج مولوي بهاؤالدین عاطف د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس د ورتګ او د دې زندان د وضعیت د ارزونې له امله د خوښۍ په څرګندولو ژمنه وکړله، چې دوی به زندانیانو ته په دې زندان کې د دیني او عصري علومو او کسب زده کړو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

 

ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS