ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

news_admin
Wed, Sep 23 2026 9:19 AM
ولایتی

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د (۱) لوبډلې او له دې زندانه بهر د پکتیا د پوهنتون، ولسوالیو، د خوست او کابل ولایتونو د ملکي او یو شمېر امنیتي او کشفي اورګانونو د والیبال د رسمي (۱۸) لوبډلو په ګډون (۲۲) لوبډلو برخه اخیستې وه، په پایله کې د کوربه ولایت د (زرمت او احمد اباد) ولسوالیو لوبډلې پای لوبې ته ورسېدې او په نتیجه کې د (احمد اباد) ولسوالۍ لوبډلې د اتلوالۍ په ګټلو سره دا ټورنمنټ پای ته ورساوه.

د پکتیا ولايت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال د دې زندان د زندانیانو او پرسونل له لوبډلو او له زندانه د بهر ورغلو لوبډلو له ورتګ او په یاد ټورنمنټ کې د لوبېدلو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د ټورنمنټ ټولو ګډونوالو لوبډلو په یوې دوستانه فضا کې له یو بل سره ورزشي مبارزه او سیالۍ وکړې.

هغه زیاته کړله، د دا  ډول ورزشي برنامو تنظیمول که له یوې خوا د زندانيانو پر روحي او فزیکي روغتیا ښې اغېزې لري، د  هغوی لپاره د سالمې تفرېح او خوښۍ فضا رامنځته کوي او له بلې خوا یې له زندانه تر ازادېدو وروسته ټولنې سره د بيا مثبتې یوځای کېدانې لپاره ډېره مرسته کوي.

د مراسمو په پای کې، د مسوولینو له خوا د هڅونې په موخه د نوموړي ټورنمنټ د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د سیالۍ کپ او د نورو لوبډلو له لوبغاړو سره یو ځای ورته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

کونړ:

د کونړ ولایت په زندان کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو په موخه یو شمېر رغنیزې چارې ترسره  شوې، چې په کې د نارینه او ښځینه پایوازانو لپاره جلا لارې، د پایوازانو د راجستر او ثبت لپاره د ناستې ځانګړی ځای، د زندان د مسجد لپاره چتر او نور مهمې اسانتیاوې شاملې وې.

د یاد ولایت د زندان امر الحاج ملا محمد نور( بلال شاهین) وویل، د دې چارو موخه د زندان د اداري نظم پیاوړتیا، مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرول او د زندان د عمومي چاپېریال ښه والی دی.

 

ربیع الثاني ۱۰/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS