د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري"او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم قاري سمیع الله "مجنون" د یاد زندان د نوي امر په توګه کارکوونکو ته معرفي کړ.
تر دې ورسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې یې له نږدې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې قانوني او مشروع غوښتنو ته به یې د امکاناتو په حدودو کې رسېدنه وشي.
داراز، محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"د خوست د زندان اداري، روغتیایي، تعمیراتي، امنیتي او خدماتي برخې، د زندانیانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی او نورې بېلابېلې برخې له نږدې و ارزولې او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
ربیع الثاني ۹/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
