د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د پنجشېر ولایت د زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

news_admin
Thu, Sep 10 2026 12:05 PM
پنجشیر

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو لړ مراسمو پرمهال محترم قاري خیر محمد "حقپرست" د پنجشېر ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او د خیر د دعا په کولو یې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د دغه ولایت د اوسني زندان له بېلابېلو برخو ارزونه وکړله او له مسوولینو یې د دې زندان د محبوسینو او محجوزینو د ساتنې او پالنې د وضعیت په اړه د معلوماتو تر حاصلولو وروسته هغوی ته د چارو د لا ښه تنظیم، د مسوولیتونو د پر وخت ترسره کولو او د زندان د چارو د ښه مدیریت په هکله لازمې سپارښتنې وکړلې.

په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د پنجشېر ولایت د نوي زندان د کمپلېکس د رغنیزو چارو بهیر هم له نږدې ولید او د روانو چارو د تخنیکي پرمختګ او کیفیت په اړه یې د معلوماتو د ترلاسه کولو ترڅنګ، د هغو په معیاري توګه پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.

 

ربېع الاول ۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS