د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د ایران سفارت مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې ح

news_admin
Mon, Aug 31 2026 3:32 PM
090890

په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې حال کې، چې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، دواړو لوریو د زندانیانو د وضعیت، هغوی د حقونو خوندیتوب، اصلاح او روزنیزو پروګرامونو او نړیوالو همکاریو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

تر دې وروسته، عمومي رئیس او د ایران سفارت مرستیال د څرخي پله مرکزي زندان ته ولاړ او هلته یې د یاد زندان د بېلابېلو برخو د محبوسینو د اوسېدنې ځایونو، روغتیايي، کسب زده کړو، پخلنځي اصلاحي او روزنیزو برخو څخه هم لیدنه وکړله.

همداراز، نوموړو د۵۰ بستریز روغتون بېلابېلې برخې، د ناروغانو د درملنې اسانتیاوې او روغتیايي خدمتونو بهیر هم ولیده.

د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن مرتضوي د زندانیانو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي، روزنیزو او اصلاحي خدمتونو ستاینه وکړله او ویې ویل؛ چې د زندانونو په چارو کې د اصلاح او روزنې برخې ته پاملرنه د خوښۍ وړ ده.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې امکاناتو ته په کتو به یادې ادارې سره د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړله، د خوښۍ ځای دی چې د زندانونو په بېلابېلو برخو کې د محبوسینو د اصلاح، روزنې او مسلکي زده‌کړو لپاره زمینه برابره شوې او زندانونه په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو بدل شوي دي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو هم د محبوسینو د روغتیا، اصلاح، روزنې او مسلکي زده‌کړو په برخو کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو خدمتونو د لا پراختیا لپاره یې د ادارې د هڅو په اړه څرګندونې وکړې.

 

ربیع الاول ۱۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS