د هلمند ولایت د پینځو ولسوالیو د توقیفخونو د نویو ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

news_admin
Sun, Aug 30 2026 9:44 AM
هلمند

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د هلمند د زندان رئیس محترم الحاج مولوي بهاؤالدین "عاطف" تېره ورځ په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د دې زندان صنعتي امر محترم انجینیر ملا سیف الله "انوري" او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو هم شتون درلود وویل، د دې ولایت د بغني، باغران، نوزاد، مارجې او ګرمسېر ولسوالیو لپاره د نوموړې ادارې په مالي لګښت د شاوخوا (۳۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د توقیفخونو د نویو ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودلې او ودانیزې چارې یې پیل شوې.

د هغه په وینا، د دغو ودانیو په جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو د توقیف شویو کسانو د اوسېدنې لپاره مناسب او معیاري ځایونه برابر او د توقیفخونو د چارو د تنظیم او مدیریت بهیر به لا ښه شي.

محترم الحاج مولوي بهاؤالدین عاطف زیاته کړله، چې د اسلامي امارت مشرتابه(حفظه الله) تل د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ته د خپل شفقت له مخې د زندانیانو د اصلاح، هوساینې او د هغوی د ژوند د شرایطو د لا ښه والي لپاره ګټورې لارښوونه کړې او د دې ادارې رهبرۍ، مسوولینو او موظفینو تل هغه عملي کړې او په راتلونکې کې به یې هم عملي کوي.

 

ربیع الاول ۱۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS