ولایتي خبرونه: (پکتیا، میدان وردګ، هرات، پکتیکا) د پکتیا ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د اریوب، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Aug 26 2026 3:10 PM
ولایتی

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د اریوب، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله او د دغو توقیفخونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو وضعیت یې له نږدې و ارزوه.

د یادې لیدنې پر مهال پلاوي د توقیفخونو بېلابېلې برخې وکتلې، د توقیف شویو کسانو د ساتنې شرایط، امنیتي تدابیر او شته اسانتیاوې یې وارزولې او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښونې وکړې.

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د چک او سید اباد  ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د چک او سید اباد  ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداراز، د یاد زندان امر له لورې محترم زرولي "وقاد" د سیداباد ولسوالۍ د توقیفخونوې امر او محترم شیر الله " ارشاد" د چک ولسوالۍ د توقیفخونې امر په توګه د جلا جلا مراسمو پرمهال د نوموړو توقیفخونو ملکي او نظامي کارکوونکو ته معرفي شول.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د شرعي اصولو په رڼا کې د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

هرات:

د هرات ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د کشک کهنه او کشک رباط سنګي ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله

د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم ملا شراف الدین "مخلص" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د کشک کهنه او کشک رباط سنګي ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله او د دغو توقیفخونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو وضعیت یې له نږدې و ارزوه.

د یادې لیدنې پر مهال پلاوي د توقیفخونو بېلابېلې برخې وکتلې، د توقیف شویو کسانو د ساتنې شرایط، امنیتي تدابیر او شته اسانتیاوې یې وارزولې او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښونې وکړې.

پکتیکا:

 د پکتیکا ولایت د زندان څخه (۸۷) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ  پر بنسټ د پکتیکا ولايت زندان څخه (۳۱) تنه ازاد او (۵۶) تنه نورو ته د بند په موده کې کموالی راغی.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.

 

ربیع الاول۱۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS