د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Aug 26 2026 2:02 PM
مولانا

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له امر محترم ملا حکمت الله "خطاب"سره ولیدل، چې نوموړي ورته له خپله اړخه د دې زندان زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله معلومات ورکړ.

داراز، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان د زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د نوموړي زندان مسوولینو سره سلامشورې وکړلې.

په پای کې، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت د محبس زندانیانو لپاره له خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه ولیدل او د ښو خدماتو له شتون څخه یې خوښي څرګنده ګړله.

 

ربیع الاول۱۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS