د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ

news_admin
Thu, Aug 20 2026 11:43 AM
لغمان

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا او یو شمیر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، په پیل کې د یاد ولایت والي محترم قاري بختیار "معاذ" سره په لیدنه کې د زندانونو اړوند پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د لغمان ولایت د زندان اړوند مسایلو، امنیتي وضعیت، د محبوسینو د اړتیاوو او د زندانونو چارو د لا ښه مدیریت په اړه بحث او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر دوام ټینګار وشو.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت محترم والي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره به پوره همغږي او همکاري کوي او په هره برخه کې به خپلې هڅې او مرستې نه سپموي.

تر دې ورسته، د دې ادارې نظامي مرستیال د نوموړي ولایت زندان ته ولاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت د لاښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

داراز ، پلاوي د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده تر ازادیدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، یادو زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د لغمان ولایت د زندان د مسوولینو او پرسونل چلند یې نیک یاد کړ.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق او مل پلاوي د نوموړي زندان د خوړو، اباتې، د برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارو د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاول ۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS