د کندز او سرپل ولایتونو د زندانونو څخه (۲۶۴) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
دغه زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ پر بنسټ د کندز او سرپل ولايتونو زندانونو څخه (۱۰۳) تنه ازاد او (۱۶۱) تنه نورو ته د بند په موده کې کموالی راغی.
د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.
ربیع الاول ۶/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
