د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مالي او بودجې نوی رئیس وټاکل شو

news_admin
Tue, Aug 18 2026 9:53 AM
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ  د مالي او بودجې نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید"د یادې ادارې مالي او بودجې رئیس په توګه اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شو.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" د خبرو پرمهال له پخواني رئیس څخه مننه وکړله، او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، نوي ګومارل شوي رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن سعید د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د دې باور له امله په مننې سره زیاته کړله: که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسوولیت دی، نو هڅه به وکړو چې راسپارل شوي مسوولیتونه په پوره امانتدارۍ او ریښتینوالی سره ترسره کړو.

 

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS