د پکتیا ولایت د زندان ملکي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده
د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، دې یاد زندان ملکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه اداري چارو او پلان جوړونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره د دا ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او یاد زندان مسوولینو څخه يې د ورته نورو برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.
صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
