ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

news_admin
Mon, Aug 03 2026 1:34 PM
trtr

دغه ټورنمنټ چې د دې ولایت د ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شو، پینځه ورځې به دوام ولري او موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام وي.

 د پکتیکا ولايت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" وويل، د دې ډول ورزشي برنامو تنظیمول د زندانيانو پر روحي او رواني روغتیا  مثبتې اغېزې لري او له زندانيانو سره د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې ډېره مرسته کوي.

 

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS