د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

news_admin
Sat, Aug 01 2026 10:56 AM
برنامه های اقتصادی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، افغانستان لپاره د یوناما د بشري حقونو څانګې له مشرې میرمن فیونا فریزر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې، دواړو لورو د زندانیانو د وضعیت، هغوی د حقونو خوندیتوب، اصلاح او روزنیزو پروګرامونو او نړیوالو همکاریو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د مېرمن فیونا فریزر په مشرۍ پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: « سره د دې چې د یوناما د دفتر او نور مرستندویه همکار بنسټونه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د مرکز او ولایتونو زندانونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري، خو موږ هیله لرو چې د مرستو دا لړۍ لا نوره هم وغځېږي او دوام ومومي».

همداراز، میرمن فیونا فریزر زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی حقونو په خوندي کولو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې یوناما به د تیر په څیر نوموړې ادارې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

 

 

صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS