د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د کلنۍ همغږۍ ناسته ترسره شوه
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د کلنۍ همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې په کې د ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې د یادې کمېټې په ملاتړ د تطبیق شوو پروژو او د راتلونکي کال لپاره د مرستو او همکاریو پر پلان هر اړخیزې خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري بلال "فاتح"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، یو شمېر رئیسانو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې محترم عصام "خلیل" او اغلې ولنټینا "کولازو" هم ګډون درلود، د نوموړې کمېټې څخه د دوامداره همکاریو مننه وکړله او ویې ویل د دواړو لورو ګډې هڅې د دې لامل کېږي چې زندانیانو ته غوره او اغېزمن خدمات وړاندې شي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري ټینګار وکړ چې د همغږۍ او ګډ کار له لارې به د زندانیانو د ژوند شرایط لا ښه او د اصلاح او روزنې پروګرامونه به لا پیاوړي شي.
ورپسې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص هم د سره صلیب نړیوالې کمېټې له همکاریو څخه مننه وکړله او د زندانیانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
محترم اخلاص د زندانیانو د اوسېدو ځایونو د وضعیت ښه والي، د ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو پراختیا او د نورو اړینو خدماتو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړله.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د بشري همکاریو پر دوام، د ګډو پروژو پر اغېزناک تطبیق او د زندانیانو د هوساینې او اصلاح لپاره د همکارۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
