د نورستان د کامدېش توقیف خونې نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې ل ۱۵ ورځنی ښوونیز سمینار پای ته ورسېد

news_admin
Wed, Jul 22 2026 10:16 AM
نورستان

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د توقیف خونې امریت د نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی ۱۵ ورځنی مسلکي، دیني، عقیدتي او اصلاحي ښوونیز سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

په یاد سمینار کې د نظامي پرسونل د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره د دیني او عقیدتي زده کړو، له بندیانو سره د شرعي او انساني چلند، د محابسو مسلکي اصولو، په محابسو کې د نافذه قوانینو د پلي کولو او اړوندو اداري او امنیتي موضوعاتو په اړه د تجربه لرونکو استادانو له لوري هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د سمینار په پایغونډه کې د کامدېش توقیف خونې پرسونلو د دغه روزنیز پروګرام له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترلاسه شوې زده کړې به د خپلو ورځنیو دندو په ښه ترسره کولو او له بندیانو سره د اسلامي اصولو او نافذه مقرراتو پر بنسټ په چلند کې په اغېزمن ډول عملي کړي.

همداراز، د کامدېش ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د بېلابېلو امرینو له لوري د سیمینار ګډونوالو ته د فراغت تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې دغه ۱۵ ورځنی ښوونیز سمینار د نوموړي ولایت د زندان د تعلیم او تربیې امریت له لوري د ۱۴۰۵ کال د روزنیز پلان په چوکاټ کې د نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه تنظیم او ترسره شوی و.

 

صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۸

د مقام دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS