د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو مرستیال د څرخي پله مرکزي زندان ګارنیزیون له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله

news_admin
Mon, Jul 20 2026 3:29 PM
۷۶۷۶۷

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل پاسوال مولوي سید محمد "مسلم"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"او یو شمېر د نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو، د امنیتي پوستو، قراولونو، نظامي یونیفورم، له مراجعینو سره د امنیتی مسوولینو چلند، هغوی ته مناسب امنیتي چاپېریال برابرولو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: « اطاعت،  یو بل سره ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

همداشان، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړله، چې د یادې ادارې نظامي تجهیزاتو څخه د ښې ساتنې سربېره تل د استفادي لپاره باید چمتو وي.

 

صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS