د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه ارزونه وکړله

news_admin
Mon, Jul 20 2026 11:15 AM
65645

محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې  یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، په پیل کې د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس له امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د دغه محبس د بېلابیلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې محبوسینو سره هم ولیدل.

همداراز، زندانیانو یو لړ غوښتنې هم لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح وویل: «هڅه وکړئ چې په زندان کې دیني، سواد او کسب زده کړو له شته فرصتونو په ګټه اخستنې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه خپل ځان اصلاح او د خپلو ناوړه عاداتو له منځه وړلو لپاره هڅه وکړئ څو له بند څخه تر ازادېدو وروسته د  ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس اداري، ښوونیزو او روزنیزو ټولګیو، کتاب خونې، روغتیا او پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس مسوولینو ته د چارو د لاښه کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS