د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کشف او اوپراتيفي ریاست نوي مرستیال په دنده پېل وکړ

news_admin
Thu, Jul 16 2026 11:52 AM
معرف

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم مولوي محمد عادل "منصور" د دې ادارې د کشف او اوپراتیفي ریاست د نوي مرستیال په توګه اړوند پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د نوموړي ریاست رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" تغییر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړ او له مربوطه کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له نوي مرستیال سره په کارونو کې پوره همغږي او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د کشف او اوپراتېفي ریاست نوي مرستیال ژمنه وکړله، چې دغه مسوولیت به په پوره ریښتینولۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوي او  د خپلو ټولو مشرانو اطاعت به کوي.

 

ظفر المظفر ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS