فاریاب او سرپل ولایتونو د زندانونو لپاره نوي نظامي مدیران وټاکل شول

news_admin
Thu, Jul 09 2026 11:20 AM
te

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم مولوي عبدالصمد"روحاني" د فاریاب ولایت د زندان د  نظامي مدیر په توګه او محترم ملا سید ناصر "طلحه" د سرپل ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د یادو زندانونو ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، محترم مولوي کمال الدین زاهد په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړو ولایتونو د زندانونو د مخکېنیو امنیتي مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو زندانونو له نظامي پرسونل څخه یې له اوسنیو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یادو زندانونو نویو نظامي مدیرانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنې  وکړې، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS