د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Jun 17 2026 10:40 AM
رییس ارکان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوی په داسې حال کې، چې د دې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" ورسره و، د نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال، د یاد محبس له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

همداراز، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د یاد محبس محبوسینو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو  د بند مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.

په همدې حال کې نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس له مدرسې د لیدنې ترڅنګ، استادانو ته لارښونه وکړله چې د زندانیانو په روزنه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي

په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د یاد محبس لپاره یې د ښو خدماتو په پار د مسوولینو کړنې وستایلې.

 

محرم الحرام ۰۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS