ولایتي خبر: (بادغیس) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بالا مرغاب او غورماچ ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړلهد زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د بادغیس ولایت د زندان امر ملا سید باران

news_admin
Tue, Jun 16 2026 3:01 PM
fgg

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د بادغیس ولایت د زندان امر ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د دې ولایت د بالا مرغاب او غورماچ ولسوالیو ته په سفر لاړ او هلته یې د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره د توقیفیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه خبرې وکړلې.

داراز، پلاوي د نوموړو توقیفخونو د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا او بېلا بېلې تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي ټاورونه، قراولونه او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه وارزولې او د چارو لا ښووالي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې راښوونې وکړلې.

 

ذوالحجة الحرام ۳۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS