ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Jun 15 2026 2:57 PM
ttt

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د یاد زندان مسوولینو ته وسپارل شول.

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا محمد نور "بلال شاهین" د نوموړې موسسې څخه په مننې ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS