د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

news_admin
Sat, Jun 13 2026 3:51 PM
sds

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر پرسونل هم ګډون کړي و.

د مجلس رئیس په خپلو خبرو کې د فقهي مجلس اهداف، د مجلس تنظیم او د مسایلو د اصولو اړوند خبري وکړې، ورپسې یو شمېر مسایل مجلس ته وړاندې شول، چې د حل په موخه یې یو شمېر اراکین وټاکل شول.

یاد فقهي مجلس به د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د شفاهي هدایت سره سم هره پنجشنبه د کندهار ولایت د زندان کې  جوړیږي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS