ولایتي خبر: (کونړ) د کونړ ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیانو سره د انساني او قانوني چلند تر سرلیک لاندې یو ورځینی سمینار ترسره شو

news_admin
Tue, Jun 09 2026 2:00 PM
ولایتی

دغه سمینار، چې د یوناما له لورې او د یاد زندان مسوولینو په هڅو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د زندانیانو سره د انساني، اسلامي او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند په موخه هر اړخېز معلومات وړاندې شول.

همدا شان، د دې  ولایت د زندان مسوولینو هم دا ډول سمینارونه د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په هدف غوره وبلل او ګډنوال یې وهڅول څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS