د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس څخه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Jun 09 2026 12:25 PM
ارکان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې محبس مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې محبس محبوسینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې پلاوي یې تر اورېدو وروسته خوښي  څرګنده کړله.

داراز، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل او د هغوی ستونزې او  غوښتنې یې واورېدې.

په پای کې، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس محبوسینو لپاره له خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارو، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه هم لیدنه وکړله.

 

ذوالحجة الحرام ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS