ولایتي خبر :(سرپل) د سرپل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز  ۲۰ تنو محجوزینو ته  د موبایل جوړونې شاپ پرانېستل شو

news_admin
Mon, Jun 08 2026 9:31 AM
سرپل

دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د اکتید موسسې له لورې جوړ شوی او  د یاد مرکز محجوزینو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې د موبایل ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د سرپل ولایت د زندان امر د نوموړې موسسې د مسوولینو له مرستو څخه په مننې، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د روزنيزو برنامو پلي کېدل یې د محجوزینو په روزنه کې خورا اړین او ګټور وګڼل او د یادې موسسې  څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د اکتید موسسې مسوولینو ژمنه وکړله، چې په راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS