د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له نوي رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

news_admin
Mon, May 18 2026 9:17 AM
رییس عمومی

په ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"،  د مقام د دفتر سکرتر محترم ډاکتر محمد عوض "خپلواک" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له نوي مشر ښاغلي جوهانز بروور سره د زندانونو په بېلابېلو برخو کې د پلي کېدونکو رغنیزو پروژو، بشري مرستو او نورو روانو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

همداشان، محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د یادې کمېټې د پخوانۍ مشرې ماموریت بریالی یاد کړ او زیاته کړله، چې نوموړې په خپل ماموریت کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره په بیلابیلو برخو کې همکاري کړې.

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د سره صلیب نړۍوالې کمېټې نوي رئیس جوهانز بروور ته د ښه راغلاست ویلو سربېره په راتلونکې کې د لا ښې همغږۍ  او ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

په ورته وخت کې، د نوموړې کمېټې نوي رئیس زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی حقونو په خوندي کولو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د سره صلیب نړۍواله کمېټه به د تیر په څیر نوموړې ادارې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د ناستې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ د موجودو پروژو د ارزونې ترڅنګ، د راتلونکو همکاریو د پراختیا او د ګډو پروګرامونو د لا اغېزمنتیا په اړه هم بحث وشو.

 

ذوالحجه الحرام ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS