د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان وضعیت وارزاوه

news_admin
Thu, May 14 2026 10:56 AM
نظامی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان امنیتي، اداري او د زندانیانو د وضعیت هر اړخیزه ارزونه ترسره کړله.

د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې، د زندان امنیتي پوستو، اداري دفترونو، د زندانیانو د استوګنې ځایونو، امنیتي قراولونو، ټاورونو، پخلنځي او همداراز یې د هغوی د ساتنې، نظم او ډسپلین، د ورځنیو خدماتو، روغتیايي اسانتیاوو او د اصلاح او بیا روزنې اړوند روانو فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

داراز، د نظامي چارو مرستیال د زندان مسوولینو سره په کتنه کې د چارو د لا ښه تنظیم، د امنیتي، تدابیرو د پیاوړتیا او د زندانیانو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي وویل؛ د زندانونو په چارو کې د اصولو مراعات، ښه مدیریت او منظم نظارت د کاري چارو د اغیزمنتیا لپاره مهم ارزښت لري.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

 

ذوالقعده ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS