د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
Mon, May 11 2026 2:44 PM
غفغف

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث عاليقدر مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د سپارښتنې پر بنسټ محترم الحاج ملا اغا ولي "نوراني" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په توګه پر دنده وګومارل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، د ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، د دغې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي"مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده " او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم الحاج ملا اغا ولي "نوراني" د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په توګه نوموړي ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د خبرو پرمهال، له پخواني رئیس څخه مننه وکړله، او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې، د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوي رئیس محترم الحاج ملا اغا ولي "نوراني" د ا.ا.ا. له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه یې وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د یاد ریاست د چارو د لا ښه کیدو په موخه به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

ذوالقعده ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS