ولایتي خبر: (کندز) د کندز ولایت مرستیال والي د یاد ولایت له زندان څخه د لیدنې پر مهال د یاد زندان صنعتي( فلزکاري او نجاري) ، روغتیایي، پخلنځي او بېلابېلې اداري برخې وکتلې او د چارو د ښه والي، د بندیانو د اصلاح او بیا روزنې پروګرامونو او همداراز د پرسونل

news_admin
Sun, May 10 2026 2:31 PM
ولایتی

د لیدنې پر مهال، د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" د حرفوي زده کړو، روغتیایي خدمتونو، امنیتي او اداري فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړله، چې د بندیانو د اصلاح او مسلکي روزنې په موخه بېلابېل پروګرامونه روان دي.

د کندوز مرستال والي محترم مولوي حبیب الرحمن د یاد ولایت د زندان د صنعتي برخې اړوند د غوړیو تولید کارخونې څخه هم لیدنه وکړله او تولیداتو، کاري بهیر او شته امکاناتو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

نوموړي د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا، معیاري تولیداتو پر زیاتوالي او حرفوي زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ او د غوړیو کارخونې مسوولین یې وهڅول، څو تولیداتو کیفیت او کاري ظرفیت لا لوړ کړي.

همداراز، د دې ولایت مرستیال والي د زندان د نظامي او ملکي پرسونل د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د نوي بلاک د جوړولو لپاره د بنسټ ډبره کېښوده.

 نوموړي د یادې پروژې پلي کېدل د پرسونل لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دولتي ادارو د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال او اسانتیاوو برابرول د چارو د لا ښه ترسره کېدو سبب ګرځي.

همداراز، د زندان مسوولینو د یاد ولایت د مقام له همکارۍ او پاملرنې څخه مننه وکړله او ډاډ یې ورکړ، چې د بندیانو د اصلاح، بیا روزنې او د خدماتو د پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

ذوالقعده ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS