د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, May 09 2026 8:56 AM
لاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمیر نور مسوولینو یې هم ملتیا کوله، دې محبس له محبوسینو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د محبس د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې اړوندو مسوولینو ته سپارښته وشوه، چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

په ورته مهال، نوموړي پلاوي د یاد محبس د ښوونې بیا روزنې، کتابتون، درسي ټولګیو، ډوډۍ او خوړو پخولو، اباتې، د برېښنايي خدماتو وړاندې کولو تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج محمد یوسف مسترۍ په مشرۍ پلاوي د دغه محبس د امنیتي کامرو، امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ذوالقعده ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د  دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS