د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس زندانه لیدنه وکړله
د محترم مولوي عبدالشکور"طیب" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال لمړی د یاد زندان له امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" سره د لیدنې پرمهال د زندانیانو لپاره د لا غوره خدمتونو د رامنځ ته کولو په تړاو یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس او مل پلاوي یې د یاد ولایت د زندان له زندانیانو سره هم لیدلي د هغوی د خونو حالت یې ارزولی او اړوندو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړي.
داراز، پلاوي د دې د زندان د زندانیانو لپاره د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ذوالقعده ۱۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
