د زندانونو چارو د سمون ادارې د څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د (اسلامي نظامي پیاوړتیا) تر سرلیک لاندې د کرکټ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
Sun, May 03 2026 2:23 PM
nooori

دغه سیالۍ، چې د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د نظامي پرسونل د کرکټ پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، په پای لوبه کې د قطعې (اتفاق) لوبډلې د توقیفخونې (کابل بازانو)ته په ماتې ورکولو سره لمړی مقام تر لاسه او اتلولي یې خپله کړله.

د یادې سیالۍ لیدنې او هڅونې ته د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نور ملکي او نظامي مسوولین او مینوال هم راغلي وو.

د مسوولینو په وینا؛ د یاد سیالیو موخه د نظامي کارکوونکو او ورزش مینوالو ترمنځ یووالي، روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کول دي.

په ورته وخت کې، د یادې ادارې نظامي پرسونل د یادو دوستانه سیالیو برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د ورته نورو ورزشي برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

په پای کې، د مسوولینو له لورې د کرکټ دغه سیالیو  بریالیو ګډونوالو ته مډالونو او ستاینلیکونو ورکړل شول.

 

ذوالقعده ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS