د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Apr 28 2026 9:58 AM
مولانا

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله اړخه د دې زندان زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې پلاوي یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

داراز، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان د زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د دې زندان مسوولینو سره سلامشورې وکړې.

په پای کې، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د زندان زندانیانو لپاره له خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ذوالقعده ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS