ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده
د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د مسوولینو په وینا، دا ډول ورزشي پروګرامونه نه یوازې د زندانیانو د روحیي حالت په ښه والي کې مرسته کوی، بلکې د هغوی د سالمې بوختیا او ټولنیز ادغام لپاره هم اغیزمن تماميږي او موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د یوې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي.
ذوالقعده ۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
