د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

news_admin
Wed, Apr 22 2026 3:33 PM
ننگرهار

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي چارو معاونیت مدیر محترم سمونوال حبیب الله "اکبري"، د کشف او اوپراتيفي مرستیال محترم سمونوال مولوي محمود "فیاض"، د پلان او اوپراسیون مدیر محترم سمونوال مولوي شاه محمد "مفکر"، د تخنیک مدیریت مرستیال محترم سمونمل قاري ذاکر او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان د پایوازۍ بهیر له نږدې وارزوه او اړوند مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، څو خپلو مسوولیتونو ته د جدي پاملرنې تر څنګ، له پایوازانو سره خپل چلند لا نور هم ښه کړي.

په همدې حال کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

بل خوا، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت د نوي محبس ودانۍ د رغنیزو چارو څخه یې لیدنه وکړله او مسوولینو ته وویل چې د نوې ودانۍ کارونه باید د تخنیکي معیارونو پربنسټ پرمخ ولاړ شي او ټولې چارې دې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د روغتون د بستر شویو ناروغو زندانیانو د حال پوښتنه وکړله او اړوندو  روغتیايي مسوولینو ته یې توصیه وکړه، چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د هغوی ښه درملنه وکړي.  

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته سپارښتنې وکړې.

 

ذوالقعده ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS