ولایتي خبر: (هرات) د هرات ولایت له زندان سره د عامې روغتیا ریاست له لورې د حفظ الصحې او اړینو توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Apr 20 2026 2:05 PM
هرات

په دې مرسته کې چې د پاکۍ اړوند توکي، روغتیایي مواد او نور ضروري توکي شامل وو، د زندانیانو د ژوند د شرایطو د ښه والي او د ناروغیو د مخنیوي په موخه برابر شوي دي.

د زندان مسوولینو د عامې روغتیا ریاست له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او ویې ویل؛ دا ډول مرستې کولی شي د بندیانو د روغتیايي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

بلخوا، د عامې روغتیا ریاست استازو ټینګار وکړ، چې دوی به د زندانونو  چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي، ترڅو د بندیانو لپاره مناسب روغتیايي چاپېریال رامنځته شي.

 

ذوالقعده ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS