د لوګر ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
Thu, Apr 16 2026 9:46 AM
لوگر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي فضل الرحمن د لوګر ولایت د زندان د نظامي مدیر په توګه د دې زندان پرسونل ته معرفي شو

محترم مولوي عبدالشکور"طیب" د یادو مراسمو  پرمهال، په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" او د لوګر د زندان یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، د مخکیني مدیر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان پرسونل څخه یې له نوي نظامي مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو لارښوونه وکړله.

په ورته وخت کې، د لوګر ولایت د زندان نوي نظامي مدیر محترم مولوي فضل الرحمن هم په خپلو خبرو کې د ادارې له خوا نوموړي ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړله او دا مسوولیت يې یو امانت یاد کړ او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ یې د دغه مسوولیت پر وخت ترسره کولو ډاډ ورکړ.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS