ولایتي خبرونه: (ننګرهار، پکتیا، لوګر) د ننګرهار ولایت د زندان او غني‌خېلو کنډک امنيتي پرسونل ترمنځ د کرکټ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

news_admin
Wed, Apr 15 2026 9:25 AM
ولایتی

د یاد ولایت د زندان د ښوونې او روزنې آمريت له لوري د ورزشي کړنو د پياوړتيا او د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي په موخه، د ننګرهار زندان امنيتي پرسونل او د غني‌خېلو ولسوالۍ د اسلامي اردو کنډک امنيتي پرسونل ترمنځ د کرکټ دوه دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

د ننګرهار د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په وینا؛ يادې سيالۍ د ورزشي روحيې د پياوړتيا، متقابل احترام او د امنيتي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د لا ټينګښت په موخه ترسره شوې.

پکتیا:

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي  د یاد  ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زرمت  ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر اړوندو چارو خبرې وکړلې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې سربېره خپلې غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

لوګر:

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم ملا محمد ایوب د لوګر ولایت د زندان د نظامي مدیر په توګه د دې زندان پرسونل ته معرفي شو

محترم مولوي عبدالشکور"طیب" د یادو مراسمو  پرمهال، په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" او د لوګر د زندان یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، د مخکیني مدیر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان پرسونل څخه یې له نوي نظامي مسئول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو لارښوونه وکړله.

په ورته وخت کې، د لوګر ولایت د زندان نوي نظامي مدیر محترم ملا محمد ایوب هم په خپلو خبرو کې د ادارې له خوا نوموړي ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړله او دا مسوولیت يې یو امانت یاد کړ او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ یې د دغه مسوولیت پر وخت ترسره کولو ډاډ ورکړ.

 

شوال المکرم ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS