ولایتي خبر: (ننګرهار) د ننګرهار ولایت په زندان کې د «ردالظلم» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ پيل شو

news_admin
Mon, Apr 13 2026 10:47 AM
ننگرهار

د یاد ولایت د زندان په انګړ کې د «ردالظلم» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ پيل شو، چې موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام بلل کېږي.

 د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" وويل؛ د دې ډول ورزشي کړنو تنظيم د زندانيانو پر روحي حالت مثبتې اغېزې لري او دا ډول پروګرامونه د زندانيانو د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې هم مهم رول لري.

 په یاده سیالۍ  کې، د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو او د جلال‌آباد ښار د واليبال لوبډلو ترڅنګ د هېواد له لسو (۱۰) ولايتونو څخه هم ټيمونه ګډون لري، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

 د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار مرکزي زندان کې ورته ورزشي سيالۍ ترسره شوې دي، چې د زندانيانو له پراخ هرکلي سره مخ شوي او مثبتې پايلې يې درلودې.

 

شوال المکرم ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS