د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ ناسته کې پر ځینو اړینو او مهمو مسایلو خبرې اترې او مشورې وشوې

news_admin
Tue, Apr 07 2026 2:43 PM
jjj

دغه ناسته، چې نن(سه شنبې) د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په مشرۍ او د ادارې د مرکزي برخو یو شمېر محترمو رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، د کړنو د ارزیابی کمېټې د (۱۴۰۴)کال څلورمې ربعې په راپورونو هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړلې.

همداراز،  په ناسته کې زندانیانو د اوسېدو ځایونو، روغتیا، د ښوونې او بیا روزنې او هغوی ته لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هکله خبرې اترې وشوې او د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

داراز، په یاده ناسته کې يو شمېر محترمو رئیسانو د چارو ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

شوال المکرم ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS