ولایتي خبر: (بلخ) د بلخ ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته د ديني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې
د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" په وینا، د نوموړي مرکز محجوزینو لپاره د اخلاقي او مسلکي روزنې ترڅنګ یې دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، څو د حجز مودې په پوره کېدو سره سم خپلو کورنیو او ټولنې ته د ګټورو وګړو په توګه د خدمت جوګه شي.
مسوولین زیاتوي، د یاد مرکز محجوزینو ته دم ګړۍ د یني زده کړو سربېره د موبایل ترمیم شاپونو کې د موبایل ترمیم عملي او نظري زده کړه ورکول کېږي او زده کوونکي ته د موبایل د بیا جوړښت، د تخنیکي ستونزو د پېژندنې او د هغو د حل لارې چارې زده کوي، چې دا مهارت کولی شي په راتلونکې کې د هغوی لپاره د کار زمینه برابره کړي.
همدارنګه، د نوموړۍ مرکز محجوزینو ته د سیرت النبی (صلی الله علیه وسلم) تدریس په منظم ډول ترسره کېږي، چې په کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک ژوند، اخلاق، زغم او اسلامي ارزښتونه ورښودل کېږي، څو هغوی په خپل ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلي.
د یو بل خبر له مخې، د بلخ ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د حیرتانو توقیفخونې د بیا رغونې د بشپړولو چارو څخه ارزونه وکړله
یاده توقیفخونه چې د وخت په تېرېدو سره د بیارغونې او ترمیم ته اړتیا درلوده، د اړوندو مسلکي ټیمونو له خوا په اساسي ډول ترمیم او رغول شوې ده.
د یادې توقیفخونې د تعمیرونو ترمیم، د بریښنایې سیستم، د امنیتی تدابیرو پیاوړتیا، څلور طرفه جال جوړولو، وسپنیزې پایې او اغزن سیم په منظم ډول تاو شوی.
شوال المکرم ۱۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
